نیمروز کې ۲۶ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ایران ته واستول شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۵مه)
د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو ریاست مسوولین وايي، د کیفیت د ارزونې او لابراتواري ازموینو وروسته یې ۲۶ ټانکره بېکیفیته ډیزل او پټرول د ورېښمو لارې له لارې بېرته ایران ته مسترد کړي دي.
د نیمروز د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمتالله طلحه رسنیو ته ویلي، یاد نفتي مواد د نمونو له اخیستلو او لابراتواري ازموینو وروسته بېکیفیته تشخیص شوي دي.
د نوموړي په وینا، د کیفیت د کنټرول امریت په لابراتوارونو کې څرګنده شوې چې د دغو تېلو کیفیت له ټاکل شویو معیارونو ټیټ دی؛ له همدې امله د دغه ولایت د ټاکل شوي پلاوي له لوري بېرته ایران ته لېږدول شوي دي.



