عامې روغتیا وزارت: تيره میاشت ۲۷ درملیزو شرکتونو او ۲۸ درملتونونو ته جوازونه ورکړل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۴مه)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روان کال د میزان میاشتې په ترڅ کې یې ۵۵ نويو درملیزو تأسیساتو ته د جوازونو د ورکړې چارې بشپړې کړې دي.

د وزارت په وینا، په دغو تأسیساتو کې ۲۷ وارداتي شرکتونه، ۱۷ درملتونونه او ۱۱ د درملو عمده پلورنځي شامل دي. همدارنګه، په همدې موده کې ۷۵۸ تخنیکي مسؤلینو ته کارتونه صادر شوي دي.

وزارت زیاتوي، چې په یاده میاشت کې د ۲۳ وارداتي شرکتونو جوازونه تمدید شوي، د درملیزو ګودامونو او نمایندګیو د جوړولو، د ۳۲ درملیزو تأسیساتو د لېږد او د ۶ درملتونونو او عمده پلورنځیو د پېر او پلور اړوند چارې هم بشپړې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button