د سعودي، پاکستان او ترکیې لوړپوړي چارواکي په تهران کې ګډه غونډه کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۴مه)

د ایران مهر خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري ویلي، د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم قالن به د یوې ګډې غونډې لپاره تهران ته سفر وکړي.

باقري زیاته کړې، عاصم منیر د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي ته د دغو درېیو چارواکو د سفر او له ایراني چارواکو سره د لیدنې پرېکړه رسولې ده.

د نوموړي په وینا، یاد هېوادونه کولای شي له ایران سره په همکارۍ د سیمې د هېوادونو پر ګډ ګډون ولاړ امنیتي نظام د رامنځته کولو لپاره ګامونه واخلي. خو د سفر او غونډې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button