عایشې قذافي د ټرمپ څرګندونې غندلي او د لیبیا خلک یې یووالي ته رابللي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۵ل)
د لیبیا د پخواني پوځي واکمن ډګروال “معمر قذافي” لور ډاکټرې عایشې قذافي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د لیبیا په اړه له سپکاوي ډکو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ټرمپ د وروستیو خبرو له مخې داسې ښکاري چې نوموړی لیونی شوی ده.
عایشې قذافي له ټرمپ غوښتنه یې خپلې خبرې روښانه کړي او بښنه وغواړي.
آغلې عایشې د لیبیا خلک «ویاړلي، مقاوم او مېلمهپال» بللي او هغوی یې د خپل ملي حاکمیت بېرته ترلاسه کولو ته رابللي.



