مجتبی خامنه ای: دښمن هڅه کوي د ایران د پرمختګ د مخنیوي لپاره عالمان او علمي کادرونه ووېروي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ستر رهبر او د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان “سید مجتبی علي خامنه ای: ویلي، چې دښمن هڅه کوي د ایران عالمان، علمي او فکري نخبهګان ووېروي، څو د دغه هېواد د پرمختګ مخه ونیسي.
نوموړي ټینګار کړی، چې په ایران کې هر علمي او فکري شخصیت او عالم باید خپلې هڅې د ایران د روښانه راتلونکي په جوړولو او د دغه هېواد د پرمختګ لپاره خپلې اساسي دندې ته ځانګړې کړي.
مجتبی خامنه ای د ایران د علمي او فکري کادرونو پر رول ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د هېواد د پرمختګ او ودې لپاره باید هر څوک په خپل مسلکي او علمي ډګر کې خپلو مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شي.



