د يمن حوثي ځواکونو پر ریاض هوايي ډګر او د سعودي د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۴مه)

د یمن حوثي وسله‌والو ادعا کړې، چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې یې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر توغندیز برید کړی دی.

د حوثیانو ویاند یحیی سریع پر اېکس لیکلي، چې ځواکونو یې د سعودي عربستان په ختیځ او لوېدیځ کې د تېلو پر پمپ سټېشنونو هم د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

سریع همداراز ادعا کړې، چې حوثي ځواکونو د یمن په عدن او لحج ولایتونو کې د سعودي ځواکونو پر مرکزونو بالستیک توغندي توغولي او په پایله کې یې لسګونه سعودي سرتېري وژل شوي دي. بلخوا، د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلاف ویلي، چې په صنعا کې یې د بالستیک توغندیو د توغولو دوه مرکزونه ویجاړ کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button