د شاه‌وعروس بند له اوبو د کابل ۵۰ زره ښاریانو ته د اوبو رسولو پروژې تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۴مه)

د کابل ښار د اووه‌لسمې ناحیې اوسېدونکو ته د شاه‌وعروس بند له اوبو څخه د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژې تړون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او قراردادي شرکت «پکتیا موج» ترمنځ لاسلیک شو.

د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست د ویاند محمد نبي بهار په وینا، دغه پروژه د یو میلیارد افغانیو په لګښت په درېیو کلونو کې بشپړېږي، چې له بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۵۰ زره کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د پروژې له لارې به په هره ثانیه کې ۲۰۰ لیټره اوبه برابرې شي، چې ۱۰۰ لیټره به یې د شاه‌وعروس بند له سطحي اوبو او ۱۰۰ لیټره به یې له پنځو ژورو څاګانو څخه ترلاسه کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button