هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په پانګونې د ټایرونو او ټوپانو فابریکې فعالیت پیل کړ

کابل ټکی کام (سهشنبه، د لړم ۵مه)
په هرات ولایت کې د ۵ میلیونه ډالرو په پانګونې د «افغان ټوپ» په نوم د ټایرونو او ټوپانو جوړولو فابریکې فعالیت پیل کړی دی.
یاده فابریکه هره ورځ د ۲۵ زره ټوپانو د تولید ظرفیت لري او تر دې مهاله یې ۱۲۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په دې فابریکه کې د موټرسایکلونو، رکشو، لاس ګاډیو او زرنجونو ټوپان جوړېږي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د ټایرونو تولید هم پیل کړي. د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې د افغانستان د اړتیا وړ شاوخوا ۹۰ سلنه ټوپان له پاکستان څخه واردېدل.



