کندهار کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (سهشنبه، د لړم ۵مه)
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، په کندهار ولایت کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
دغه پروژې د سپین بولدک او لوړ شاه ولي کوټ ولسوالیو کې پلې کېږي، چې د ۱۳۱۰ مترو استنادي دیوال، ۳.۶۱ کیلومتره جغلي سړک او ۵۴۵ مترو معبر جوړول پکې شامل دي.
د یاد وزارت په وینا، د دغو پروژو د کار پر مهال به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ترانسپورټي او سیمهییزې ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.



