د حوثي ځواکونو ادعا؛ ریاض کې مو د سعودي دفاع وزارت ودانۍ په بالستیک توغنديو ویشتلې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ لړم ۱۴۰۵)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ادعا کړې چې ځواکونو یې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دغه هېواد د دفاع وزارت ودانۍ په بالستیک توغنديو په نښه کړې ده.
د سریع په وینا، توغندي په مستقیم ډول پر ټاکلي هدف لګېدلی او پراخ زیانونه یې اړولي دي.
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې حوثي ځواکونو تېره اوونۍ هم د سعودي عربستان په خاوره کې پر ځینو مهمو اهدافو پراخ بریدونه کړي و.
تر اوسه سعودي عربستان د دفاع وزارت پر ودانۍ د برید د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د برید د پایلو په اړه هم خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي.



