وال سټریټ ژورنال: امریکا له ایران سره د لنډې او سختې جګړې لپاره چمتووالی نیسي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۶مه)
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا خپلو څو عربي خلیجي متحدانو ته له ایران سره د لنډې او سختې جګړې لپاره د چمتووالي سپارښتنه کړې ده.
د راپور له مخې، واشنګټن د کانګرس د منځمهاله ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته پر ایران د احتمالي برید لپاره خپل پوځي چمتووالی زیاتوي، دفاعي سیسټمونه پیاوړي کوي او د مهماتو زېرمې ډکوي. سرچینې وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو پر ایراني اټومي تاسیساتو او مهمو زېربناوو د پراخو بریدونو احتمال شته.
ورځپاڼه زیاتوي، چې اسرائیل هم د نویو بریدونو لپاره پلانونه چمتو کړي، خو سیمهییز منځګړي هڅه کوي د خبرو له لارې د جګړې د بیا پیل مخه ونیسي.
ایران خبرداری ورکړی، چې د هر ډول نوي برید په صورت کې به په سیمه کې پر امریکايي اډو او اقتصادي تاسیساتو سخت ځوابي بریدونه وکړي. بلخوا، شنونکي وايي، پر ایران د نورو بریدونو ترسره کول ښايي د دغه هېواد دریځ نور هم سخت کړي او په سیمه کې د جګړې د پراخېدو خطر زیات کړي.



