نظرپوښتنه: نتنیاهو او مخالفان یې پارلمان کې اکثریت نه شي ترلاسه کولی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۵ل)
د اسرائیلو د ۱۲مې ټلوېزیوني شبکې لومړنۍ نظرپوښتنه ښيي چې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ ائتلاف او مخالف سیاسي بلاک یې هېڅ یو په یوازې ځان د پارلمان اکثریت ته نه شي رسېدای.

د نظرپوښتنې له مخې، د نتنیاهو مخالف بلاک ته ۵۲ څوکۍ، د نوموړي په مشرۍ ائتلاف ته ۵۰ څوکۍ او عربي ګوندونو ته ۱۸ څوکۍ په پام کې نیول شوې دي.

د اسرائیلو پارلمان (کنیسټ) ټولې ۱۲۰ څوکۍ لري او د حکومت جوړولو لپاره لږ تر لږه ۶۱ څوکیو ته اړتیا ده.

د دغو اټکلونو له مخې، که د ټاکنو پایلې هم ورته وي، نو د حکومت جوړولو لپاره به سیاسي ائتلافونو ته اړتیا وي او د عربي ګوندونو دریځ هم د راتلونکي حکومت په جوړښت کې اغېز لرلای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button