محمد علي حوثي: د سیمې هېوادونه باید د یمن پر وړاندې جګړې ودروي او د فلسطین څخه دفاع وکړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن د عالي سیاسي شورا غړي “محمد علي حوثي” ترکیې، مصر او پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د یمن پر وړاندې له هر ډول پوځي اقدام او ائتلاف څخه ملاتړ ونه کړي او د «مکې دفاع» په نوم له ائتلافه ووځي.
حوثي دغه څرګندونې د سعودي عربستان د هغو دریځونو په غبرګون کې کړې دي چې په سیمه کې د کړکېچ د کمولو خبره کوي. نوموړي ویلي، د یمن پر وړاندې د بریدونو او محاصرې دوام د کړکېچ د کمولو له دغو څرګندونو سره په ټکر کې دی.
هغه له سعودي عربستان غوښتي چې پر یمن بریدونه ودروي، محاصره پای ته ورسوي او له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي.
حوثي ټینګار کړی چې یمن د بابالمندب تنګي لپاره ګواښ نه دی او د سیمې هېوادونه باید د یمن پر وړاندې د پوځي اقداماتو پر ځای د فلسطین پر دفاع او د امریکا او اسرائیلو د نفوذ پر وړاندې پر هڅو تمرکز وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې یمن د جګړې غوښتونکی نه دی، بلکې د ازادۍ، خپلواکۍ او عادلانه سولې غوښتنه کوي.



