د عمان بهرنیو چارو وزیر: د ایران له ګډون پرته فارس خلیج کې امنیت ناشونی دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۵ل)
د عمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ایران له ګډون او همکارۍ پرته فارس خلیج کې د امنیت ټینګښت ناشونی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د عمان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د بېثباتۍ پر لاملونو خبرې کړې او ویلي یې دي چې په سیمه کې د بېثباتۍ یو داسې نظام رامنځته شوی چې د ایران او د فارس خلیج د عربي هېوادونو ترمنځ د بنسټیزې دښمنۍ پر ناسم تصور ولاړ دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د ایران او د سیمې د عربي هېوادونو ترمنځ د دښمنۍ د تصور پر بنسټ د امنیتي نظام رامنځته کول د سیمهییزې بېثباتۍ د دوام لامل ګرځي.



