د پاکستان دفاع وزیر: د تهران څلور اړخیزې غونډې د جګړې د پای ته رسېدو هیلې زیاتې کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان دفاع وزیر “خواجه محمد اصف”د تهران د څلور اړخیزې غونډې د پایلو په اړه هیلهمندي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د سیمې د وضعیت په اړه ترسره شوې امنیتي مشورې د پرمختګ او یوې حللارې ته د رسېدو نښې څرګندې کړې دي.
د نوموړي په وینا، په تهران کې د سیمې د وروستیو بدلونونو او د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې او امنیتي مشورې هیلهبخښونکې وې.
هغه زیاته کړې چې د دغو خبرو اترو له لارې د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو او د شخړو د حل لپاره د یوې ممکنه لارې د موندلو نښې لیدل شوې دي.
د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د روانو کړکېچونو د مهارولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.



