عبدالسید: امریکا دې پاکستان، اسراییلو او مصر ته مالي مرستې بندې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د کانګرس نوي منتخب مسلمان سناتور “عبدالسید” غوښتنه کړې چې واشنګټن دې نور پاکستان، اسراییلو او مصر ته مالي مرستې نه ورکوي.

نوموړي ویلي، په یادو هېوادونو کې د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونې زیاتې شوې دي او له همدې امله باید امریکا له هغوی سره خپل مالي ملاتړ پای ته ورسوي.

عبدالسید د خپلو څرګندونو پر مهال د امریکا پر بهرنۍ مرستندویه تګلارې نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې د هغو هېوادونو لپاره د مالي مرستو دوام باید وڅېړل شي چې د نړیوالو قوانینو په سرغړونو تورن دي.

مربوطه مطالب

Back to top button