د حوثیانو ادعا؛ د ارامکو تاسیسات، د ریاض هوايي ډګر او پوځي مرکزونه مو په نښه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سعودي عربستان د وروستیو بریدونو او د ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې یې د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو پراخ پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات د بالستیک او کروز توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي دي.

د یمني ځواکونو په وینا په پلازمېنه ریاض کې یې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر، د تېلو زېرمتونونه او د ارامکو شرکت د تصفیې برج په نښه کړي او ادعا یې کړې چې بریدونه خپلو موخو ته رسېدلي دي.

یمني ځواکونو دغه راز زیاته کړې د ارامکو شرکت د خریص تاسیسات او په د الدوادمي سیمې د تېلو د لېږد اتم نمبر پمپ سټېشن په نښه شوي دي.

خبرپاڼه دغه راز زیاتوي د نجران په سیمه کې هم عملیات د سعودي ملي ګارد پر پوځي مرکز د ځای پر ځای شویو ځواکونو پر راغونډېدو ترسره شوي او د مستقیمو بریدونو له امله یې د ګڼو سرتېرو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا کړې ده.

دغه راز بریدونه د الجوف ولایت په ختیځه برخه کې د سعودي ځواکونو پر پوځي غونډو په درې پړاوونو کې ترسره شوي او شپږم عملیات د مأرب ولایت د رغوان او مدغل ولسوالیو ختیځ ته د سعودي ځواکونو پر غونډو شوي دي.

د یمني ځواکونو په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې په دغو دوو عملیاتو کې هم د سعودي ځواکونو لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د فارس الشمري په نوم د یوه سعودي افسر تر قوماندې لاندې ځواکونه په نښه شوي دي.

یمني ځواکونو دا بریدونه د تعز ولایت د الوازعیه ولسوالۍ په الحضاره بازار کې پر سوداګرو او پېرودونکو، او د صنعاء ولایت د بني حشيش ولسوالۍ په استوګنیزو کورونو د سعودي بریدونو غبرګون بللی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، او لږ تر لږه شپږ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د یمن وسله‌والو ځواکونو ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو د وینې د غچ اخیستو لپاره به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او د سعودي عربستان په مهمو سیمو به بریدونه روان وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button