ایران وايي، په بحرین کې یې د امریکا د خبرداري رادار له منځه وړی

کابل ټکی کام (جمعه، د لړم ۲۲مه)
د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چې ځواکونو یې په بحرین کې د امریکا د پوځ د لومړني خبرداري یو رادار په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.
د سپاه پاسداران د عامه اړیکو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه برید د ایران په سیریک سیمه کې د مخابراتي برج پر وړاندې د هوايي برید په غبرګون کې ترسره شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې برید د اعلامیې له خپرېدو یو ساعت مخکې شوی او ځواکونو یې د نورو احتمالي بریدونو پر وړاندې د چمتووالي لوړه کچه ساتلې ده.
سپاه پاسداران همداراز ګواښ کړی، چې په هرمز تنګي کې له خپلو مخالفانو سره پر همکارۍ کوونکو شرکتونو به سخت بندیزونه ولګوي. خو د رادار د دقیق موقعیت او اوښتو زیانونو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.


