ازبکستان ته د بامیانو د ۱۰۰ زره ټنه کچالو صادرات پیل شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۲۱مه)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ خونو په همکارۍ ازبکستان ته د بامیانو ولایت د کچالو صادرات پیل شوي دي. د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، په بامیانو کې د کچالو ازمایښتي کرنې پایله مثبته وه او اوس یې د ازبکستان بازار ته د صادراتو زمینه برابره شوې ده.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي او د ازبکستان د سوداګرۍ خونې رئیس دوران وهابوف ازبکستان ته د ۱۰۰ زره ټنه کچالو پر صادراتو هوکړه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د کچالو لومړنۍ جوپه، چې اته باروړونکي موټر پکې شامل دي، د حیرتان بندر له لارې د ازبکستان د ترمذ ښار پر لور روانه شوې ده. یادې خونې ویلي، د دې بهیر له لارې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او بزګرانو ترمنځ همکاري او د کرنیزو محصولاتو د پېر، بازارموندنې او لېږد بهیر اسانه کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button