ازبکستان افغانستان ته د اصلاح شویو پنبه‌دانو او کبانو د ورکړې ژمنه وکړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۲۱مه)

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدر اعظم عثماني ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د اندیجان له والي سره لیدلي او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې یې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اندیجان والي ژمنه کړې، چې افغانستان ته به دوه ټنه اصلاح شوې پنبه‌دانې او د کب روزنې د پراختیا په موخه یو ټن کبان ورکړي.

سرچینه زیاتوي، چې د اندیجان والي به دغه راز د لس جریبه ځمکې لپاره د څاڅکي اوبو لګولو اړین وسایل هم افغانستان ته وسپاري.

مربوطه مطالب

Back to top button