محسن رضايي: پر ایران د برید په صورت کې به د امريکا ټولې پوځي اډې په نښه کړو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۲۱مه)

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي خبرداری ورکړی، چې که امریکا یو ځل بیا پر ایران جګړه پیل کړي، د لوېدیځې اسیا او اروپا په ټولو سیمو کې به د امریکا پوځي اډې د ایران تر بریدونو لاندې راشي.

رضايي ټینګار کړی، چې په داسې حالت کې به د امریکا پوځي اډو او ځواکونو لپاره نه جغرافیوي واټن او نه هم کوم خوندي پناه‌ځای د امنیت ضمانت وکړي.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستیو ورځو کې د راپورونو له مخې، امریکا د ایران د احتمالي بریدونو د اندېښنو له امله خپلې پوځي الوتکې د بریتانیا له پوځي اډو څخه جرمني ته لېږدولې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button