اقتصادي معاونیت: د سوالګرۍ د مخنیوي او سوالګرو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره له مرستندویه بنسټونو سره غونډه وشوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۲۱مه)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، په هېواد کې د سوالګرۍ د مخنیوي او د دې پدیدې د عواملو او دایمي حل لارو موندلو په موخه یې د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو له استازو سره د همغږۍ غونډه کړې ده. په غونډه کې د سوالګرۍ د کچې د راکمولو لپاره د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په غونډه کې ټینګار شوی چې سوالګرو ته د حرفوي زده‌کړو، مشروطو نغدي مرستو او اقتصادي پیاوړتیا له لارې دایمي او باعزته معیشت برابر شي.

همداراز، د دې پدیدې د ښه مدیریت لپاره یوه جامع طرحه له نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو سره شریکه شوې، چې د هغوی هرکلی یې ترلاسه کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button