حوثیان له سعودي عربستان سره تر مذاکراتو مخکې په یمن کې د لا ډېرو سیمو نیولو لپاره پوځي چمتووالی نیسي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۲۱مه)

د بریتانیا ټلېګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په یمن کې حوثي وسله‌وال د پراخو پوځي عملیاتو لپاره خپل ځواکونه چمتو کوي، څو د دغه هېواد پر ډېرو سیمو ولکه ټینګه او له سعودي عربستان سره احتمالي مذاکراتو ته له پیاوړي دریځ څخه ورشي.

د راپور له مخې، حوثیان غواړي د تعز ښار او د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د حکومت لنډمهاله پلازمېنې عدن پر لور پرمختګ وکړي او په همدې موخه په خپلو تر ولکې لاندې سیمو کې د جنګیالیو او وسلو راټولولو ته دوام ورکوي.

راپور زیاتوي، چې حوثیان د ایران پر وسلو د پخوانۍ تکیې پر ځای د چینایي قاچاقي پرزو په کارولو د بې‌پیلوټه الوتکو کورنی تولید زیات کړی او غواړي د باب‌المندب تنګي بشپړ کنټرول هم ترلاسه کړي، څو دغه ستراتیژیک سمندري مسیر د فشار د وسیلې په توګه وکاروي.

ټلېګراف همداراز لیکلي، چې د حوثیانو د توغندي یا بې‌پیلوټه الوتکې د شنډولو پر مهال لوېدلو پاتې شونو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې یوه سوداګریزه ودانۍ زیانمنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button