د ۱۴۴۸ هجري قمري کال حج لپاره ۳۰ زره افغان حاجیان د قرعه‌کشۍ له لارې وټاکل شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۲۱مه)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال حج لپاره په کابل او د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حاجیانو د ټاکلو قرعه‌کشي ترسره شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال ۹۱ زره او ۸۶۷ کسانو د حج لپاره نوم‌لیکنه کړې وه، چې له ډلې یې د ولایتونو د ځانګړې شوې ونډې له مخې ۳۰ زره کسان ټاکل شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې ټاکل شوي کسان باید په راتلونکو ۱۵ کاري ورځو کې د حج لومړی قسط، چې ۱۵۰ زره افغانۍ دی، د افغانستان بانک ته وسپاري. د حج د ټول لګښت له معلومېدو وروسته به دویم قسط هم ترلاسه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button