حوثي ځواکونو د سعودي ملک خالد نړیوال هوایي ډګر باندې بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو د سعودي عربستان پر پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر او د دغه هېواد د تېلو لېږدولو په تر ټولو ستره نللیکه د بریدونو ادعا کړې ده.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو د ویاند “جنرال یحیی سریع” په اعلامیه کې ویل شوي، چې په عملیاتو کې یې د یوې بېپیلوټه الوتکې په وسیله د ریاض په ښار کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی او په وینا یې برید خپل هدف په بریالیتوب سره ترلاسه کړی دی.
اعلامیه زیاتوي، چې د دوو نورو بېپیلوټه الوتکو په وسیله یې د سعودي عربستان د ختیځ ـ لوېدیځ د تېلو لېږدولو نللیکې د درېیم نمبر پمپسټېشن په نښه کړی، چې د دوی په وینا، دغه برید هم په بریالیتوب سره ترسره شوی دی.


