ډیموکراټ سناتوران: د ایران پر وړاندې د جګړې لپاره د نورو پیسو له ځانګړي کولو سره مخالفت کوو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ډیموکراټ سناتورانو خبرداری ورکړی، چې که د ټرمپ اداره د ایران پر وړاندې د جګړې د دوام لپاره د بودجې د لګولو اجازه ترلاسه کړي، دوی به له لنډمهالې بودجې سره مخالفت وکړي.

د راپورونو له مخې، ډیموکراټ سناتورانو غوښتنه کړې، چې د امریکا د فدرالي حکومت په لنډمهالې بودجه کې دې داسې ماده شامله شي، چې د ایران پر وړاندې د جګړې لپاره د دولتي پیسو لګول منع کړي.

سناتورانو ټینګار کړی، چې کانګرس باید د ایران پر وړاندې د جګړې د دوام لپاره د نورو مالي سرچینو د ځانګړي کولو زمینه برابره نه کړي او د دې جګړې د تمویل مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د فدرالي حکومت د اوسني بودجوي تمویل موده د ډسمبر میاشتې په ۱۱مه پای ته رسېږي او د هغې له غځولو سره د سناتورانو مخالفت ښايي د بودجې د تصویب بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button