ایران په هرمز تنګي کې د امریکا MQ-1 بې‌پیلوټه الوتکه ویشتلې ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د ایران سمندري ځواکونو د هرمز تنګي په فضا کې د امریکا یوه MQ-1 بې‌پیلوټه الوتکه په نښه کړې او رانسکوره کړې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، ایراني رسنیو ویلي چې د ایران سمندري ځواکونو دغه امریکايي بې‌پیلوټه الوتکه د هوايي دفاعي سیسټم په وسیله په نښه کړې او له منځه یې وړې ده.

راپورونه زیاتوي چې پېښه د هرمز تنګي په فضا کې رامنځته شوې، خو تر اوسه د امریکا حکومت او پوځي چارواکو د دې پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button