د سپاه پاسداران مرستیال قوماندان: هر ډول ګواښ ته به پرېکنده ځواب ورکړو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” مرستیال قوماندان، “مصطفی ایزدي” خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه به د هر ډول ګواښ پر وړاندې سمدستي، اغېزمن او پرېکنده غبرګون وښيي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ایزدي ویلي، د ایران وسلهوال ځواکونه د توغندیزو وړتیاوو، هوايي دفاعي سیستمونو، بېپیلوټه الوتکو او سمندري ځواکونو په برخو کې بشپړ پوځي چمتووالی لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران توغندیز ځواکونه د دې وړتیا لري، څو د دوه ټنه وزن لرونکو سرګلولو لرونکي توغندي تر ۱۵۰۰ کیلومترو واټن پورې وتوغوي.
د سپاه پاسداران دغه لوړپوړي قوماندان ټینګار کړی، چې د ایران وسلهوال ځواکونه د هېواد د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره چمتو دي او هر ډول احتمالي ګواښ ته به پر وخت او پرېکنده ځواب ورکړي.



