محسن رضايي: د ایران یوه ذره غني شوی یورانیم به هم بهر ونه لېږدول شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۵ل)

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي ویلي، چې هېواد به یې د غني شوي یورانیمو یوه ذره هم بهر ته ونه لېږدوي او د خپلو اټومي موادو ساتلو ته ژمن دی.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، رضايي ویلي، ایران د اټومي سون‌توکو په وسیله د چلېدونکو بېړیو او اټومي اوبتلونو د جوړولو طرحې هم چمتو کوي، چې له همدې امله خپلو غني شوو یورانیمو ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران غني شوي اټومي مواد به له هېواده بهر ونه لېږدول شي او تهران به په دې برخه کې له خپل دریځ څخه شاتګ ونه کړي.

رضايي پر ایران د احتمالي نوي برید په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که امریکا یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، د دغه هېواد ټولې نږدې او لرې پوځي اډې به د ایران د توغندیزو بریدونو هدف وګرځي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ایران د اټومي پروګرام او غني شوو یورانیمو پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ اختلافات لا هم د سیمې د سیاسي او امنیتي کړکېچ مهمه برخه جوړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button