حوثي ځواکونه: د سعودي عربستان په ینبع سیمه کې د تېلو پمپسټېشن د بېپیلوټه الوتکې د برید هدف ګرځېدلی

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۳ لړم ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “برید جنرال یحیی سریع” اعلان کړی، چې یمني ځواکونو د سعودي عربستان په ینبع سیمه کې د تېلو د لېږد پر یوه پمپسټېشن د بېپیلوټه الوتکې برید کړی او په وینا یې، برید خپل هدف ته رسېدلی دی.
یحیی سریع په یوه بیان کې ویلي، چې برید د ینبع سیمې د تېلو پر ۱۱مه پمپسټېشن ترسره شوی او عملیات په بریالیتوب سره پای ته رسېدلي دي.
نوموړي د سعودي عربستان هغه ادعا هم رد کړې، چې ګواکې د مکې مکرمې په فضا کې یې یوه یمني بېپیلوټه الوتکه شنډه کړې ده.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند د سعودي دغه ادعا دروغ بللې او ویلي یې دي، چې د دوی عملیات د سعودي د تېلو پر تاسیساتو او پوځي اډو متمرکز دي.
یحیی سریع زیاته کړې، چې یمن د اسلامي مقدساتو ساتنې ته د سعودي له واکمن نظام څخه ډېر ژمن دی؛ نوموړي په همدې تړاو د آل سعود پر کورنۍ نیوکه کړې او ادعا یې کړې، چې د کعبې شریفې پرده یې د اپسټین په نوم شخصیت سره ته ډالۍ کړې ده.



