عبدالملک حوثي: د فلسطیني قضیې دفاع ته ژمن یو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ مرغومي، ۱۴۰۵ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “عبدالملک حوثي” ټینګار کړی چې د فلسطیني قضیې دفاع ته ژمن دي او د فلسطین له ولس او د هغوی له مشروع حقونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي، د فلسطین قضیه د اسلامي امت یوه اساسي قضیه ده او د فلسطیني ولس د حقونو او مبارزې ملاتړ باید دوام ولري.

حوثي زیاته کړې چې د فلسطیني قضیې په اړه د یمن دریځ نه دی بدل شوی او د دغه غورځنګ ملاتړ به تر هغه دوام ولري چې فلسطینیان خپل حقونه ترلاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button