محسن رضایي: د ایران د محاصرې په اړه د ټرمپ طرحه خیالي او بې‌پایلې ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ مرغومي، ۱۴۰۵ل)
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي “محسن رضایي” د امریکا د ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” له لوري د ایران د محاصرې طرحه خیالي او بې‌پایلې بللې ده.

رضایي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د ایران ولس، وسله‌وال ځواکونه او د حکومت ټولې برخې د دې هوډ لري چې د امریکا محاصره ماته کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران به د هر ډول نوي تېري پر وړاندې په خپل ټول ځواک غبرګون وښيي.

مربوطه مطالب

Back to top button