د پاکستان پخوانی سفیر: له افغانستان سره دې د پوځي چلند پر ځای ډیپلوماسۍ ته مخه شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، د ليندۍ ۳)

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر، منصور احمد خان، له اسلام‌اباد غوښتي چې له کابل سره د اختلافاتو د حل لپاره د پوځي اقداماتو پر ځای خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته مخه کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د ګډې همکارۍ له لارې خپلې امنیتي اندېښنې حل کړي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل شي.

منصور احمد خان د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د یوه ستراتیژیک تړون رامنځته کول هم د کړکېچونو د کمولو لپاره مهم بللي او ویلي یې دي چې امنیتي ستونزې باید د خبرو او ګډو هڅو له لارې حل شي. دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت هم څو ځله له پاکستان سره د اختلافاتو پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button