افغانستان او ایران د معیاري سوداګرۍ او نفتي توکو د صادراتو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، د ليندۍ ۳)
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس ملا عبدالله حاجي بشیر او د دې ادارې د پلان او پالیسۍ رئیس مفتي محمد حامد ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې، د صلاحیت تایید ملي مرکز او د نفتي، ګازي او پتروشیمي محصولاتو د صادرونکو اتحادیې له مسوولینو سره جلا جلا لیدنې کړې دي.
په دې لیدنو کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د توکو معیاري کولو او د کیفیت ارزونې د پایلو پر متقابل منلو خبرې شوې دي.
د معیار او کیفیت ادارې په وینا، افغان پلاوي له ایراني لوري سره افغانستان ته د نفتي توکو د صادراتو پر وړاندې د شته تخنیکي خنډونو او د هغو د حل پر لارو چارو هم بحث کړی دی.
د یادو لیدنو موخه د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي ستونزو لرې کول، د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د معیاري سوداګرۍ پراختیا بلل شوې ده.



