د حوثیانو.ادعا؛ د سعودي پر رابغ تېلو چاڼځي مو برید کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو ادعا کړې، چې د سعودي عربستان په لوېدیځ کې، د سره سمندرګي پر غاړه، د رابغ (Rabigh) د تېلو پر چاڼځي یې برید کړی دی.
تر اوسه سعودي چارواکو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي او د احتمالي زیانونو په اړه هم رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.
یمني ځواکونو تر دې وړاندې هم څو ځله د سعودي عربستان د تېلو او انرژۍ اړوندو تاسیساتو باندې د بریدونو ادعاوې کړې دي.



