پولیسو په لاهور کې د مولانا فضلالرحمان کور کلابند کړی؛ د وتلو اجازه نه ورکوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، د ليندۍ ۳مه)
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان کور په لاهور کې د پولیسو لهخوا کلابند شوی او نوموړي ته له خپل استوګنځي څخه د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.
د دغه ګوند سناتور کامران مرتضی وايي، پولیسو د فضلالرحمان د کور شاوخوا سرتېري ځای پر ځای کړي او د سیمې د اوسېدونکو پر تګ راتګ یې هم محدودیتونه لګولي دي.
بلخوا، جمعیت علمای اسلام ګوند د پولیسو د دغه اقدام پر ضد د لاهور عالي محکمې ته عریضه کړې او د لګول شویو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده. ټاکل شوې وه، مولانا فضلالرحمان نن د لاهور د وکیلانو ټولنې ته وینا وکړي.



