فراه کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، د ليندۍ ۳مه)

په فراه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی، چې پکې له ۴۵ ډوله ډېر کورني تولیدات او د ښځو له لوري جوړ شوي څه باندې ۱۰۰ ډوله لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.

د نندارتون ګډونوال وايي، حکومت باید د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو د پلور لپاره د مناسبو بازارونو زمینه برابره کړي. د ګډونوال جاوېد نوري په وینا، د کورنیو تولیداتو ملاتړ کولای شي تولیدوونکي وهڅوي چې خپل تولیدات پراخ او له بهرنیو محصولاتو سره سیالي وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button