د ایران سپاه: هرمز تنګي کې درې تېللېږدوونکې بېړۍ پر سمندري ماینونو چاودېدلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د ليندۍ ۲)
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې، چې تېره شپه د هرمز تنګي په اوبو کې درې تېللېږدوونکې بېړۍ، چې د امریکا له هوايي ملاتړ سره روانې وې، له سمندري ماینونو سره تر ټکر وروسته چاودېدلې او اور یې اخیستی دی.
د سپاه پاسداران په وینا، له دغو بېړیو یوه د هرمز تنګي سوېلي ساحل ته نږدې او دوې نورې یې په ختیځه برخه کې له سمندري ماینونو سره ټکر کړې دي.
تر اوسه د امریکا پوځ د سپاه پاسداران د دغې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.



