د طالبانو له لورې پیل شوي پسرلني عمري عملیاتو په کندهار کې هم د پام وړ پرمختګ کړی

کابل ټکی کام ۰۶غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د طالبانو له لورې پیل شوي نوي پسرلني عمري عملیات چې د هېواد په ټولو برخو کې یې پیل کړل، د هېواد یو شمېر ولسواليو سقوط کړى، او یا هم تر محاصرې لاندي دي.
طالبانو د عمري عملیات په پیل کې یو هم کندز ولایت وو، چې مقابل لوري ته یې پکې درانده تلفات واړول، همدا راز د کابل وروستۍ برید چې افغان حکومت ته یې ستره ضربه ورکړه، او په سلګونو امنیتي کارمندانانو ته یې پکې مرګ ژوبله واړوله.
همدا راز د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې یې ولسوالۍ محاصره کړلې، او دولتي چارواکي یې د سقوط د اندېښنې سره مخ کړل.
دا مهال له کندهار څخه تازه خبرونه وایي، چې طالبانو په کندهار ولایت کې هم د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
له کندهار ولایت څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یې یوه مهمه قرارګاه او ۲۴ پوستې نیولي دي، او جګړه لا هم روانه ده.
دغه جګړه د شاولیکوټ ولسوالۍ په البک سیمه کې ترېنکوټ ته پر غزېدلې لاره د افغان ځواکونو پر مراکزو او پوستو روانه شوې ده.
په دغو بریدونو کې چې له سپکو او درندو وسلو څخه کار اخیستل کیږي، تراوسه پورې یوه مهمه قرارګاه او ۲۴ نورې پوستې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
طالبان وایي، چې مقابل لوري ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، او همدا راز یې ګڼې وسلې او مهمات نیولي دي.
طالبان دعوه کوي، چې په سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي.
د یادولو ده، طالبانو په کندهار کې دغه پرمختګ داسې مهال کړی دی، چې ولسمشر غني د طالبانو سره د سولې پر ځای د جګړې اعلان وکړ.



