کابل ټکی کام ۰۶غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
نړیوالو خبري رسنیو خبر ورکړی دی، چې د دمشق په زینبیه سیمه کې یوه درنده چاودنه شوې ده.
العالم خبري اژانس خبر ورکړی دی، دغه چاودنه چې په زینبیه سیمه کې رامنځته شوې ده، د لومړنیو معلوماتو پر اساس په دغه چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي، او ۸۰ نور ټپيان دي.
ویل کیږي، چې د دغو چاودنو د قربانیانو شمېره ښایي نوره هم لوړه شي.
د یادولو ده، چې زینبیه سیمه د دمشق جنوب ته په لس کیلو مترۍ کې پرته ده، او په دغه ځای کې د حضرت زینب رضی الله عنها زیارت وجود لري.

















