اسیايي پراختیايي بانک له افغانستان سره د ۸۷۸ میلیون ډالره مرستې اعلان وکړ

کابل ټکی کام ۱۴غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د اسیايي پراختیايي بانک له لورې له افغانستان سره د ټرانسپورټ، انرژۍ او د طبیعي پېښو د مخنیوي په برخه کې د ۸۷۸ میلیون ډالره مرستې اعلان شوی دی.

پرون د جرمني په فرانکفورت ښار کې د یوې غونډې په دایرولو سره د دغه بانک رئیس توماس پنیلا د افغانستان د مالیې له وزیر اکلیل حکیمي سره د کتنې پر مهال له افغانستان سره د مرستې اعلان وکړ.

توماس وویل، چې د دوی بانک به د افغانستان د ودې او انکشاف لپاره خپلې مرستې جاري ساتي.

په دغه غونډه کې شاوخوا ۳۰۰۰ وزیرانو، یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د بانکونو رئیسانو، پانګوونکو او د مدني ټولنو غړیو ګډون کړی وو.

ویل کیږي، د اسیايي بانک دغه مرسته له هغې مرستې جلا ده، چې دغه بانک یې د افغانستان د بنسټي پروژو د وجهي صندوق له لارې کوي.

د یادولو ده، چې اسیايي پراختیايي بانک د افغانستان یو مهم مرستندویه بانک بلل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button