یوه برېټانوي ځوان داسې بایسکل جوړ کړی، چې الوځي

کابل ټکی کام ۱۴غویي/۱۳۹۵، انجینر میرویس څرګند

وړاندې به د الوتکې په مټ د هوا له لارې یو ځای او بل ځای ته تلی، خو دا مهال یوه برېټانوي ځوان داسې بایسکل اختراع کړی دی، چې الوځي.

دغه بایسکل چې خورا دروند دی، دواړو خواوو ته یې قوي پکې لګېدلي دي.

دغه هر یو پکي یې اویا کیلو ګرامه وزن لري، چې د الوتلو پر مهال ډېر زور هم اخلي.

دغه بایسکل عام بایسکل ته نه دی ورته، مګر یوازې یې هنډل عامو بایسکلونو ته ورته دی، او ټیرونه یې هم ولاړ نه، بلکې پراته دي.

دغه بایسکل هورو بایک نومیږي، چې د کولن فرز په نوم یوه برېټانوي ځوان یې مخترع دی.

دغه ځوان د یوټیوب له لارې یو ویډیويي کلېب خپور کړی دی، چې نوموړی پکې خپل بایسکل هوا ته پورته کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button