په دولتي محبسونو کې د طالب بندیانو کورنیو ناټو او ملل متحد ته لیک استولی

کابل ټکی کام فرید احمد
طالبانو په خپله رسمي وېبپاڼه د هغو مظلومو بندیانو د کورنیو لخوا پرانستی لیک چې ملګرو ملتونو او ناټو ته یې استولی دی، خپور کړی دی. دا دی مونږ یې هم کټ مټ نشر ته سپارو ترڅو یې حق تلف نشي.
له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه د ملګرو ملتونواو ناټوسازمان مشرتابه ته د مظلومو بندیانو دکورنیو لخوا پرانیستي لیک پر افغانستان د امريکايانو له يرغل وروسته، هغه زرګونه افغانان چې د بهرنيانو او د دوی د داخلي ملګرو له لوري د شک پر بنیاد او یا په دې تور چي پلار، ورور ، دوست او یا بل قریب یې مجاهد دی اسیران شوي ؛ په زندانونو کې یې هيڅ ډول بشري حقوق نه دي مراعات شوي ، انساني کرامت ته يې په مسلسل ډول سپکاوی شوی دی . د بنديانو شکنجه کول، په زندانونو کي ظالمانه چلند ورسره کول او په مرموز ډول د بنديانو په شهادت رسول د يرغل له پيله تراوسه جريان لري چي د تېري يوې نيمي لسيزي په اوږدو کي نړيوالو ادارو ورباندي مستند راپورونه هم خپاره کړي دي، مګر د کابل د ظالم رژيم او امریکایانو وحشيانه چلند ورځ تر بلي زور اخيستی او دا چي د بشري حقوقو نړيوال سازمانونه او نړيوال مسئول جهتونه دغو کړنو ته په رڼو سترګو ګوري او بې تفاوته پاتي کېږي, د بندیانو شکنجه کوونکي نور هم زړور کیږي او د يوه منظم پروګرام له مخي يې له مظلومو بنديانو سره خپل وحشيانه چلند اوج ته رسولی دی. دا چې انساني کرامت ته احترام او د بې وسه وګړو د حقوقو رعایت یو منل شوی ارزښت دی چې باید د جګړه ایز وضعیت او سیاسي مناسباتو قرباني نه شي، موږ ملګرو ملتونو او د ناټو سازمان مشرتابه ته يادونه کوو چي د بنديانو په برخه کي د کابل ادارې د ظالمانه او ناقانونه کړنو مخنيوی وکړي او پدې اړه بې تفاوته پاتي نشي ، همدا اوس د هيواد په زندانونو کي ګڼ شمېر داسي بنديان ساتل کيږي چي د بند قانوني موده يې بشپړه شوي ده او يا د بندي کېدلو وړ نه دي لکه د ډېر عمر لرونکي کسان یا هغه بندیان چې لاعلاجه مریضۍ ولري ، همدارنګه د هيواد په بيلابيلو برخو کي د کابل ادارې اړوند داسي ظالم قوماندانان ګمارل شوي چي شخصي محبسونه لري او په مختلفو تورونو او شکونو محصلين ، طالب العلمان ، کسبګران ، بزګران او تجاران نيسي او بيا يې هلته ساتي، وروسته بيا د ډېرو پيسو په بدل کي دغه بنديان خوشي کېږي او يا په مرموزډول وژل کېږي چي وروسته یې د زیاترو مړي په داسي حال کي موندل شوي چي د شکنجو اثار ورباندي له ورایه ښکاره وي . دکابل ادارې او امریکایې خاصو قواوو لخوا د اختطافونو، وژنو، شکنجو، شخصي زندانونو اوحتی له محبسونو څخه د بنديانو د را ايستلو او بيا په شهادت رسولو، مستند ثبوتونه موجود دي، په دې اړه د دوی کړني کټ مټ د جرمني د نازیانو کړنو ته ورته دي، دغه ډول ځیني واقعات له سره صلیب او د بشري حقوقو له سيمه ايزو او نړيوالو ادارو سره هم ثبت دي . دبندیانو کورنۍ د دې ملت دمظلومو اسيرانو د وارثینو په توګه دخپلو بندي اقاربو لپاره د اسلامي او بشري اصولو په رڼا کي د انساني چلند غوښتونکی دي او د ټولو حقوقو د رعايت کلکه مطالبه يې لري . له بې دفاع بندیانو سره د کابل ادارې دغه ډول ناوړه چلند ، په هیڅ صورت موږ ته د منلو وړ نه دی او دا د بشري ټولني پر ټنډه يو تور داغ ګڼو چي د درست بشریت په وړاندې له یو شمیر بې وسه انسانانو سره داسې وحشت تکرارېږي ، په انساني کرامت لوبي کولي کېږي او نړیواله بشري ټولنه يې په وړاندي د هيڅ ډول مسؤليت احساس نه کوي. د ملګرو ملتونو اداره په ځانګړي ډول يوناما او د ناټو سازمان چي د کابل ادارې جوړښت يې رامينځته کړی او په سياسي او نظامي برخو کي يې تمويل ، ملاتړ او مديريت ترسره کوي د کابل ادارې د دغو ظلمونو پړه پر غاړه لري ، او دا د دوی یو بشري مسئولیت دی ، په دې اړه بايد وضاحت ورکړي او له بنديانو سره د روان غير انساني او غيرقانوني چلند په اړه خپله چوپتيا ماته کړي ، بشري حقوق بايد د سياست قرباني نشي او نه بايد چا ته دومره فرصت ورکړل شي چي د سياسي او شخصي موخو لپاره بشري حقوق او انساني ارزښتونه تر پښو لاندي کړي. د کابل اداره ګومان کوي چي په دې ډول وحشت سره به د افغان ولس د خپلواکۍ روانه مبارزه او مقاومت کمزوری کړي ، خو تیري یوې نیمي لسیزي ثابته کړې چي افغانان د زور او وحشت له لاري له خپلي برحقي داعیې څخه لاس نه اخلي ، که د وحشت له لاري افغان ولس تسلیمیدلی نو د کمونستانو بربریت او ظلم ته به یې سر ټیټ کړی وای په دې حقیقت باید د کابل ادارې هغه ملاتړي خارجي جهتونه هم پوه شي چي تر اوسه لا د زور ازمویني او شکنجو له لاري د خپلي کامیابۍ بي تعبیره خو بونه ویني . په افغانستان کې مظلومو بندیانو دکورنیو لخوا ۱۴۳۷/۸/۱هـ ق ۱۳۹۵/۲/۱۹ هــ ش



