
کندهار کې د ښځو پر وړاندې تاوترېخوالى بيا زيات شوی
کابل ټکی کام ۱۸غبرګولي/۱۳۹۵، انصار
څه موده وړاندې د نورو ولاياتو په څېر د کندهار ولايت څخه د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي راپورونه ورکول کېدل، خو د يو څه وخت په تېرېدو سره دا دى بيا له کندهاره د ښځو د تاوترېخوالي راپورونه ترلاسه شوي دي.
د کندهار د ښځو د چارو رئيسه رقيه وايي، چې د کال له پیله يعني د وري له مياشتې راپدېخوا يې د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي ۵۵ دوسيې ثبت کړي دي، چې پکي ١٧د طلاق، دوه د وژنو، په کم عمر کې د ودونو او ښځو پر وړاندې د ناسم چلند دوسیې دي.
د هرات ولايت څخه وروسته کندهار دويم ولايت دی، چې په روان کال کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.
وړاندې به دا ډول راپورونه د هرات او شمالي ولاياتو څخه ورکول کېدل، خو په کندهار کې د ښځو پر وړاندې د عامه پوهاوي د نشتوالي له کبله، دا ډول پېښې زیاتې شوي او ښځې یې په رواني ستونزو اخته کړي دي.



