راتلونکې اونۍ به په کابل کې د رمضان جام سیالۍ پيل شي

کابل ټکی کام ۱۸غبرګولي/۱۳۹۵، ارین خان

راتلونکې اونۍ به په کابل ښار کې د رمضان جام سیالۍ پيل شي، چې د روانې میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې دوام وکړي.

د افغانستان د فوټسال فدراسیون مرستیال عبدالبصیر قیومي رسنیو ته په استول شوي پيغام کې د دغې سیالۍ په اړه معلومات ورکړي دي، او ویلي یې دي، چې راتلونکې اونۍ به پیل شي.

نوموړي ویلي دي، چې دغه سیالۍ به د ۶۴ ټیمونو ترمنځ وشي، او د دغې میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړې ده، چې د دغو سیالیو موخه د فوټسال لوبو وده، او همدا شان دغې برخې ته د ځوانانو هڅول دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button