هرات کې د ښوونځيو درسي کتابونه په بازار کې پلورل کیږي

کابل ټکی کام ۱۸غبرګولي/۱۳۹۵، انصار

د تعليمي کال له پيل کېدو سره هر کال د ښوونې او روزنې وزارت وايي، چې د درسي کتابونو د ستونزو سره مخ يو، او دا ستونزې به د وخت په تېرېدو سره حل کړل شي.

په داسې حال کې چې د هرات یو شمېر ښوونکي او زدکوونکي د کتابونو د نشتوالي له امله شکایت کوي، خو د دې ولایت په بازارونو کې درسي کتابونه په ازاد ډول په ښار کې پلورل کیږي.

د پوهنې وزارت په هېواد کې د ښوونځیو کتابونه په شخصي توګه چاپ کول، ناقانونه اعلان کړي، خو د هرات ولایت په بازارونو کې د کتاب پلورلو بازار ګرم دی.

د هرات ولايت د پوهنې رياست وايي، چې له لومړي ټولګي نیولې تر ۱۲م ټولګي پورې په ښوونځیو کې د لیک لوست کتابونه کم دی.

او په لوړو ټولګیو کې درسي کتابونه د نشت برابر دي، چې په وینايې کتابونه په تور بازار کې پلورل کیږي.

زدکوونکي وايي، چې دوی ته په ښوونځي کې د بیولوژي، جیولوژي، ریاضي، دري، کیمیا او فزیک کتابونه هيڅ  نه دي ورکړل شوي.

دوی وايي، دغه کتابونه په ښار کې په ۱۰۰ افغانۍ پلورل کیږي، خو دوی یې د اخیستلو توان نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button