سالنګي: طالبانو په غزني کې ۱۱ دولتي کارکوونکي وژلي

کابل ټکی کام ۱۹غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

دغزني ولایت امنیتي مسئولین وايي، چې طالبانو د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په کمال خېلو سیمه کې ۱۱ دولتي کارکوونکي په ډزو سره وژلي دي.

د غزني ولایت د والي ویاند جاوید سالنګي له قوله چې وژل شوي کسان ټول دولتي کارکوونکي دي، چې پولیس او د ملي اردو سرتیري هم پکې شامل دي.

سالنګي وویل، دغه کارکوونکي چې له پکتیکا څخه کندهار ته پر لاره وو، د غزني ولایت په مربوطاتو کې د طالبانو له لورې ښکته شول، او له تښتولو وروسته یې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په کمال خېلو سیمه کې په ډزو سره ووژل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button