کابل ټکی کام ۱۹غبرګولي/۱۳۹۵، ډاکټر بلقیس وردګ
د روژې په مبارکه مياشت کې کولاى شی، چې د خپلې خوښې سپورټ وکړئ، مګر د دې لپاره چې د خستګۍ احساس ونه کړی، یو څو اصول باید مراعت کړئ!
د سپورټ ماهرينو ويلي دي، روژه نیوونکي دې دروند سپورټ لکه منډه، يا سايکل سواري دې نه کوي، ځکه چې په داسې وخت کې انرژي او مايعاتو ته ډېر ضرورت وي، او په روژه کې انرژي نه وي.
همدا راز ورزش کوونکي کولی شي، چې له روژه ماتي څخه لږ مخکې د خپلې خوښې ورزش وکړي، تر څو د روژه ماتي په کولو سره هغه اوبه او مایع مواد چې له لاسه یې ورکړي وي، بېرته ترلاسه کړي.
ورزش پوهان وايي، چې له روژه ماتي څخه ۲ ساعته وروستنی وخت د ورزش لپاره مناسب وخت دی، او په دغه وخت کې ورزش کول هغه انرژي له منځه وړي، چې د انسان بدن د روژه ماتي څخه لاسته راوړې ده.
ورزش کوونکي باید د روژې په مبارکه میاشت کې له ۲ ساعتونو څخه زیات ورزش ونه کړي، باید په اونۍ کې پنځه ورځې خپل بدني فعالیت وکړي.
او د ورزش د فعالیتونو د پيل پر مهال باید خپل بدن ګرم وساتي، او بیا وروسته په فعالیت پيل وکړي، او له ۳۰ دقیقو څخه تر ۴۰ دقیقو پورې دې ورزش دوامداره ورکړي.
د ورزش پوهانو د توصیې له مخې، د روژې په مبارکه میاشت کې باید ورزش کوونکي مخکې د ورزش له پیلېدو څخه خپل ډاکټر ته مراجعه وکړي.


















