چهارشنبه, اپریل 29, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

افغانان بې ځالې مرغان

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
جون 8, 2016
کټګوریانې: تبصرې
0
8
ځلې شریک شوی
106
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

کابل غږ

له څه وخت نه چې په افغانستان کې دجګړې اور بل شوی دی، افغانان  د بې ځالې مرغانو په څېر په  یو او بل هېوادکې شپې سباکوي او  کوم چې   له ګاوانډیو هېوادونو له هجرت څخه راستانه شوي دي،  دکورنیو جګړو له امله  له خپلوکورونو نورو  ولایتونو او  ولسوالیو ته  کډه شوي نو د بې ځالې مرغانوپه څېر  په کډوالۍ کې  وخت تیروي، چې تر اوسه پورې د دې بې ځالې مرغانو دخپلو کورونو د ابادولو او په خپلو سیمو کې د اوسیدو لپاره یو واکمن هم په خپله واکمنۍ کې قدم پورته  نه کړو.

د اسلام په مبارک دین، بشري قوانینو، انساني ټولنواو هر هېواد کې ظلم، ناروا، د بې ګناه انسانانو وژنه، په ظلم او زور سره  نیول او زندانونو ته اچول، په زندانونوکې  له بندي په  زور د یو جرم پړه او  اقرار اخیستل  او دیته ورته نور غیرانساني اعمال هر وخت  ناروا  او باید په هېواد کې ېې چارواکي، مخور، زورور،خوله ور او ژبه ور اشخاص مخه ونیسي، دخپل مسئولیت په اساس باید پر دولت او په ظلم کې ښکیلو لوریو باندې غږ  وکړي،  چې ظلم هر وخت ظلم دی   او پرخلاف ېې قدم پورته کول  د دولت فریضه ده .

حقیقي علماو ته په پوره درناوي ،په افسوس سره باید ووایو، چې د رمضان المبارک میاشتې په رارسیدو سره د هېواد یو شمېر د دولت په درسترخوان ناستو عالمانو له طالبانو وغوښتل، چې د روژې  په میاشت کې  دې جګړه  نه کوي،  په دې میاشت کې وینه تویول ګناه ده، په دې میاشت کې جګړه نارواده، په دې میاشت کې  د جګړو له امله بې کوره کیدل ظلم دی .

دا نو اوس عجیبه عالمان دي! په ټول کال کې جګړه روا وه او ظلم  ورته نه ښکاریدو؟.

په ټول کال کې وینه تویول ګناه نه وه ؟  اوس په روژه کې ګناه ده ؟.

دا ډول اشخاص په ټول کال کې  د دولت له درسترخوانه سر نه راپورته کوي،  په کال کې یوځل چې روژه را شي دوې ته د انسانانو وینه تویول ګناه ښکاره  شي .

د هېواد ټول علماء مسئولیت لري، چې  د تل لپاره  په  هېوادکې  د وینو تویولو مخه ونیسي، د تل لپاره پر موږ راتپل شوې  جګړه زموږ  له سره لرې کړ ي، دتل لپاره په هېوادکې د ورور  وژنو مخه ونیول شي او پرځای يې تلپاتې سولې ته زمینه برابره شي.

افغانان به ولې د بې ځالې مرغانو په څېر په پردیو هېوادونوکې شپې نه تیروي، چې دهېواد عالمان ېې  ټول کال په یادو ناخوالو سترګې پټوي، په ټول کال کې جګړې  او وژنې ورته نه ښکاري،  یواځې  د روژې په میاشت کې  د افغانانو بده ورځ وریاده شي .

ناټو چې د امریکاپه مشرۍ ټول کال  په افغانستان کې د افغانانو په وینو د جګړې څرخ ګرځوي زمونږ ارګ میشتي علماو ته هغه نه ښکاري ، ټول کال افغانان په  یوه اوبل نامه نیسي او وژني ېې، هغه ورته نه ښکاري.

  افغان ولس چې دا ډول یوشمیر عالمان لري،  د خپل ګوند، تنظیم او نظام وسله واله جګړه د نورو په مقابل کې روا ګڼی، افغانان به د بې ځالې مرغانوپه څېر په پردیو هېوادنوکې شپې تیروي.

کاش چې د هېواد عالمان  دخپل ولس دبرخلیک په اړه په خپلو ګریوانونو کې سرونه ټیټ اوخپل مسئولیت ته متوجې شي.

لوی ټکي: افغان کډوالمرغان
مخکینې مطلب

ایا اشرف غني به په هلمند کې د خیالي ملي اردو اصلاح وکړاې شي؟

بل مطلب

د روژې په مبارکه مياشت کې غوره ورزش کوم يو دی؟

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com