روسیې د سوریې په جګړه کې ملیاردونه ډالره ګټلي دي

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۲۰ عبدالهادي همت

د العالم خبري اژانس د راپور له مخې؛ له کله نه چې روسیې په سوریه کې بریدونه او عملیات پېل کړي دي، د دغه هېواد وسلو د نړېوالو پام ځانته را اړولی دی. سرچینه زیاتوي، چې په سوریه کې د روسیې عملیات د دغه هېواد وسلو ازمویلو ته یو طلايي چانس و، چې په نړېواله کچه یې مشهورې کړې.

راپورونو کې راغلي، چې  روسیې په سوریه کې د عملیاتو له کبله ملیاردونه ډالره ګټه کړي دي.

یاد راپور د “دیر سټندرډ” ورځپاڼې هم ورکړی او ویلي یې دي، چې روسیې په سوریه کې د عملیاتو له پېل راهیسې د ۴۸ ملیارده ډالرو په ارزښت د خپلو وسلو د پلور قراردادونه لاسلیک کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې روسي چارواکوهم دا خبره  منلې او ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې یې له وسلو تود هرکلی شوی او لامل یې په سوریه کې د ترهګرۍ په ځپلو کې بریا بلل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقوقو نړیوالې ادارې په وار وار سره د روسيي پر بمباریو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې په دغو بمبارونو کې یې زیات عام وګړي د ښځو او ماشومانو په شمول وژلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button